د مالدووا ولسمشرې مایا ساندو د طالبانو د پلاوي هغه سفر چې د روانې اوونۍ په پیل کې دې هېواد ته ترسره شوی و، «شرموونکی» بللی او خبرداری یې ورکړی چې هغه چارواکي چې د دې سفر زمینه یې برابره کړې، له انضباطي اقداماتو سره به مخ شي.
ساندو وویل: «دا د شرم خبره ده چې دولتي چارواکي یا هغه کسان چې په لوړو حکومتي بستونو کې کار کوي، د خپل هېواد د یوې ادارې یا حکومت په اړه له رسمي پالیسۍ ناخبره وي.»
هغې دا پېښه «شرموونکې» وبلله او ټینګار یې وکړ چې مسؤل کسان به حساب ورکولو ته اړ شي.
د مالدووا ولسمشرې زیاته کړه، د کرنې وزارت مسؤلینو نه وو ارزولي چې د افغانستان د اوسني حکومت په اړه د مالدووا رسمي تګلاره څه ده. هغې همداراز وویل چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري د دې غوښتنې تأیید هم د پوښتنې وړ دی او داسې ښکاري چې ځینې ادارې د هېواد د بهرني سیاست اړوند اسناد نه لولي.
د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت تېره دوشنبه تأیید کړه چې د طالبانو د کرنې وزارت یوه پلاوي ته یې ویزې صادرې کړې دي، خو ټینګار یې وکړ چې د دې هېواد چارواکي به له دغه پلاوي سره هېڅ رسمي یا دوهاړخیزه لیدنه ونه کړي.
تر دې مخکې د مالدووا لومړي وزیر واسیله توفان هم د طالبانو د پلاوي راتګ «شرموونکی او د منلو وړ نه» بللی و او ویلي یې وو چې د دې سفر تصویب د ارزونې د تېروتنې او د ادارو ترمنځ د نه همغږۍ پایله وه.
سره له دې، د مالدووا د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه طالب چارواکي چې دې هېواد ته تللي، د نړیوالو بندیزونو په نوملړ کې نه دي شامل، خو مالدووا لا هم د طالبانو پر وړاندې ټولو نړیوالو بندیزونو ته ژمنه ده او د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

















