د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د جګړې دوام د اسرائیل د غوښتنو پر لوري حرکت دی او تهران که وکولای شي د خبرو له لارې خپل حقوق ترلاسه کړي، د پوځي شخړې د دوام لپاره به دلیل ونه لري.
پزشکیان دا څرګندونې د خپل ولسمشرۍ د لوړې د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه تلویزیوني مرکه کې کړې دي. دغه مرکه د ایران دولتي رسنیو خپره کړې ده.
د ایران ولسمشر وویل، د جګړې دوام په عملي توګه د اسرائیل د غوښتنو پر لوري تلل دي. د هغه په وینا، که ایران وکولای شي د خبرو له لارې خپل حقوق ترلاسه کړي، نو جګړې ته اړتیا نه پاتې کېږي.
د پزشکیان څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د ایران، اسرائیل او متحده ایالاتو ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د خبرو اترو او احتمالي هوکړې موضوع، د پوځي ګواښونو او سیاسي فشارونو ترڅنګ، د سیمې د وروستیو تحولاتو له مهمو محورونو څخه ده.
د پزشکیان دریځ ښيي چې د ایران حکومت لږ تر لږه په رسمي څرګندونو کې خبرې د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو له لارو څخه یوه ګڼي. خو د تهران او مقابل لورو ترمنځ مهم اختلافونه لا هم پر ځای دي او تر اوسه څرګنده نه ده چې دا دریځ به په عملي توګه تر کومې کچې د کړکېچ د کمېدو لامل شي.

















