Donate
دوشنبه, نوومبر 23, 2026
  • فارسی
  • English
  • Français
  • ننوتل
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
تلویزیون نیمروز
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
اصلی صفحه ښځې

د طالبانو د ارشاد وزارت د جمعې په خطبه کې د ښځو د عطر، ګډا او د کوژدې پر ځینو دودونو بندیزونه یاد کړل

په واسطه د Naqibullah MERZAPOOR
جولای 23, 2026
0
A A
0
طالبان در خطبه جمعه محدودیت‌های تازه‌ای برای مراسم عروسی اعلام کرد؛ استفاده زنان از عطر و تبادل انگشتر «ناجایز» خوانده شد

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د روانې اوونۍ د جمعې لمانځه لپاره ټاکل شوې خطبه خپره کړې چې پکې د ښځو د عطر کارول، د ودونو په مراسمو کې د ښځو او نارینه‌وو ګډا او د کوژدې او واده ځینې دودونه د طالبانو له نظره «له شریعت سره خلاف» بلل شوي دي.

په لس مخیز متن کې، چې «په ودونو او نورو خوشالیو کې د منکراتو او غیرشرعي دودونو څخه ډډه» نومول شوی، له شرعي نکاح مخکې د هلک او نجلۍ ترمنځ د ګوتو د ګوتې (انګشترۍ) تبادله هم «ناجایزه» بلل شوې او ادعا شوې چې دا دود د مسیحیانو له رواجونو څخه اخیستل شوی دی.

د طالبانو د ارشاد وزارت ویلي، په ځینو کوژدو کې هلک او نجلۍ له شرعي نکاح مخکې یو بل ته ګوته ور اغوندي یا یو د بل پر لاسونو نکریزې ږدي، حال دا چې د دوی په وینا، تر نکاح مخکې د یو بل لاس ته لاس ورکول روا نه دي.

طالبانو همدارنګه له واده مخکې د هلک او نجلۍ د یو بل سره د ناستې، تګ راتګ او د یو بل د پېژندنې لپاره د اړیکو پر جوړولو هم نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې د نامحرمو ښځو او نارینه‌وو خلوت او ناستې د دوی له نظره حرامې دي.

د خطبې په بله برخه کې د ښځو د ښکلا سالونونه هم تر نیوکې لاندې نیول شوي دي. د طالبانو د ارشاد وزارت ادعا کړې چې ځینې سالونونه «د غیرشرعي کړنو او فحشا د رامنځته کېدو مرکزونه» دي او د ابرو او مخ د وېښتانو لرې کول، د شونډو ښکاره کول او د ناوې لپاره د ځانګړو سینګارونو یادونه یې کړې ده.

دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د ښځو له خوا د کور څخه د وتلو پر مهال د تیز بوی لرونکي عطر کارول د طالبانو له نظره روا نه دي، او د جوماتونو له خطیبانو یې غوښتي چې دغه موضوعات د جمعې په خطبو کې خلکو ته بیان کړي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت هره اوونۍ د جمعې لمانځه لپاره یو واحد متن چمتو کوي او د هېواد جوماتونو ته یې استوي.

دا لارښوونې په داسې حال کې خپرې شوې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو بندیز، د ښځو د پوهنتوني زده‌کړو ځنډول، د کار، تګ راتګ او نورو ټولنیزو فعالیتونو محدودول شامل دي. دغو تګلارو د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او ګڼو هېوادونو پراخې نیوکې راپارولي، خو طالبان دا موضوع خپلې کورنۍ پرېکړې بولي.

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

زهره وندا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه

خدیجه امین په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو د دفاع جایزه ترلاسه کړه

ټګونه: افغانستانښځېنړۍ
شریکولټویټلېږللېږل
Naqibullah MERZAPOOR

Naqibullah MERZAPOOR

img 2305
افغانستان

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
زهره وندا نماینده جوانان افغانستان در سازمان ملل شد
افغانستان

زهره وندا د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغان ځوانانو استازې وټاکل شوه

نوومبر 8, 2026
خدیجه امین برنده جایزه حمایت از پناه‌جویان شد
افغانستان

خدیجه امین په اسپانیا کې د کډوالو د حقونو د دفاع جایزه ترلاسه کړه

اکتوبر 22, 2026
سازمان ملل: ۴۲۶ میلیون زن و دختر در سال ۲۰۲۶ در فقر شدید زندگی می‌کنند
نړۍ

ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي

اکتوبر 17, 2026
رهبر طالبان از آموزش گفت؛ اما دختران همچنان پشت دروازه مکاتب مانده‌اند
افغانستان

هبت‌الله آخندزاده پر زده‌کړو ټینګار کړی؛ خو د نجونو د تعلیم په اړه یې څه نه دي ویلي

اکتوبر 16, 2026
دختر ۱۵ساله افغان در مشهد بر اثر خشونت شوهرش جان باخت
افغانستان

د ایران په مشهد ښار کې شریفه، یوه ۱۵ کلنه افغانه نجلۍ، د خپل ۲۲ کلن مېړه له سختې وهلو ډبولو وروسته مړه شوې ده. ایراني رسنیو راپور ورکړی چې تورن کس له تېښتې وروسته نیول شوی او د څېړنو پر مهال یې پر خپلې مېرمنې د وهلو ډبولو اعتراف کړی دی.

اکتوبر 13, 2026
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
img 2305

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026
نصب لوح یادبود ماریا گراتزیا کوتولی در شهرداری کاتانیا

د ایټالیا په کاتانیا ښار کې د ماریا ګراتزیا کوتولي یادګاري لوحه ولګول شوه

نوومبر 20, 2026
گمرک اسلام‌قلعه از هفته آینده ۲۴ ساعته می‌شود؛ توافق تازه طالبان و ایران

افغانستان او ایران د اسلام کلا ګمرک پر ۲۴ ساعته فعالیت هوکړه وکړه

نوومبر 18, 2026
ایران گزارش‌های رسانه‌های امریکا درباره ارتباط سدها با تأسیسات نظامی را رد کرد

ایران د خپلو بندونو او پوځي تاسیساتو په اړه د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړل

نوومبر 17, 2026

مشهور مطالب

  • فرحناز اسپد، روزنامه‌نگار و مجری ایران اینترنشنال، پس از بیماری درگذشت

    فرحناز اسپد، خبریاله او د ایران انټرنشنل ویانده، په ۳۷ کلنۍ کې مړه شوه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د لیزا شمس کورنۍ د هغې د مړینې د دوسیې د خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې غوښتنه کوي

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د ۱۷ کلنې رقیې د مشکوک مړینې راپور؛ له دوو جبري ودونو سره یې مخالفت کړی و

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • ډاکټره بدریه جلالي په کابل کې ووژل شوهد حقوقي او مالي شخړو تر سیوري لاندې مرموزه قضیه

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0
  • د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    0 شریکونې
    شریکول 0 ټویټ 0

د خبرونو آرشیف

نیمروز ټلویزیون؛ د افغانستان او نړۍ د کره، باوري او تحلیلي خبرونو خپلواکه سرچینه، چې د باور وړ معلوماتو وړاندې کولو، د پېښو ژور تحلیل او د پټو اړخونو روښانه کولو ته ژمن دی. موږ هڅه کوو د مسلکي اصولو پر بنسټ روښانه او باوري انځور وړاندې کړو.

img 2305
افغانستان

په فرانسه کې افغان فعالانو د جنسیتي اپارتاید په توګه د ښځو د محرومیت د پېژندلو غوښتنه وکړه

نوومبر 23, 2026
نشست اوپسالا بر تقویت انسجام و مشارکت مدنی دیاسپورای افغانستان تأکید کرد
نړۍ

په سویډن کې افغانانو د مدني بنسټونو او عامه پرېکړو په بهیر کې د ونډې غوښتنه وکړه

نوومبر 22, 2026
روز جهانی تلویزیون؛ ممنوعیت نشر تصاویر زنده‌جان فعالیت ۲۱ تلویزیون محلی افغانستان را متوقف کرد
افغانستان

د ټلوېزیون نړیواله ورځ؛ افغانستان کې ۲۵ ولایتونو ته د انځورونو بندیز غځېدلی

نوومبر 21, 2026

  • زموږ په اړه
  • له موږ سره اړیکه
  • د همکارۍ فرصتونه
  • محرمیت تګلاره

© 2026 ټول حقوق د تلویزیون نیمروز سره خوندي دي.

بیا ښه راغلاست!

لاندې خپل اکاونټ ته ننوتل وکړئ.

پاسورډ مو هېر شوی؟

خپل پاسورډ بېرته ترلاسه کړئ

مهرباني وکړئ خپل کارن نوم یا ایمیل ادرس دننه کړئ ترڅو خپل پاسورډ بیا تنظیم کړئ.

ننوتل

نوی پلې‌لیست اضافه کړئ

  • ننوتل
  • فارسی
  • English
  • Français
Donate
پایله نشته
ټولې پایلې وګورئ
  • اصلی صفحه
  • افغانستان
    • امنیت
    • سیاست
    • بشري حقونه
    • رسنۍ
    • کلتور
    • کډوالي
  • نړۍ
    • اروپا
    • امریکا
    • آسیا-اقیانوسیه
    • افریقا
    • منځنی ختیځ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • ښځې
  • ټکنالوژي
  • ورزش
  • حقیقت موندنه
  • ټولنه
    • د لیدو پل
    • د ژوند طرز
    • تفریح
    • وېډیو
SAVED POSTS

Go to mobile version