د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې پر ملکي تاسیساتو د ډرون بریدونه غندلي او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سیمه کې د تاوتریخوالي او بریدونو زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او باید د بحران د پراخېدو مخه ونیول شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ځانګړي ډول د الظفره سیمې د براکه اټومي بټۍ پر ضد ډرون برید غندلی دی.
متحده عربي اماراتو مخکې ویلي وو چې یوه ډرون الوتکه د براکه بټۍ د داخلي ساحې څخه بهر د برېښنا له جنراتور سره لګېدلې ده.
د اماراتو چارواکو ویلي چې په دغه پېښه کې څوک ټپي شوي نه دي او د وړانګو د خوندیتوب کچه هم بدله شوې نه ده.
د اماراتو د دفاع وزارت په وینا، درې ډرون الوتکې د لوېدیځې پولې له لوري د دغه هېواد قلمرو ته ننوتې وې چې دوه نورې یې شنډې او ویجاړې شوې.
د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید «بېدلیله ترهګریز اقدام» بللی او ویلي یې دي چې د سولهییزو اټومي تاسیساتو هدف ګرځول د هېواد او سیمې امنیت ته ګواښ دی.
همدارنګه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې د براکه بټۍ د وړانګو کچه عادي پاتې شوې او د ټپي شویو کسانو په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
شنونکي وایي، په منځني ختیځ کې پر حساسو او حیاتي زیربناوو بریدونه د سیمهییز بحران د پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.
د کارپوهانو په باور، د انرژۍ او اټومي تاسیساتو هر ډول هدف ګرځول کولای شي د سیمې او نړۍ لپاره پراخ امنیتي او اقتصادي پیامدونه ولري.














