سرچینې وایي چې د طلوعنیوز خبریال او د پروګرامونو چلوونکی منصور نیازي د ثور په ۱۷مه، د پنجشنبې په ورځ، د طالبانو له لوري نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، د هغه له نیول کېدو راهیسې تر اوسه د نوموړي د ساتلو ځای او برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته او د هغه کورنۍ او نږدې کسان هم د وضعیت په اړه بېخبره دي.
طلوعنیوز او د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه د منصور نیازي د نیول کېدو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په تېره یوه اوونۍ کې دا د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیول کېدو دویم راپور شوی مورد دی.
د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ هم احمد جاوید نیازي، د «پیگرد» خبري اژانس امتیاز لرونکی، د طالبانو له لوري نیول شوی و.
په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو د نیولو دوام د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د بیان ازادۍ ملاتړو بنسټونو مخکې خبرداری ورکړی و چې پر خبریالانو محدودیتونه، نیول او امنیتي فشارونه د افغانستان رسنیزه فضا لا نوره هم محدوده کړې ده.
شنونکي وایي، د خبریالانو پرلهپسې نیول نه یوازې د رسنیو پر فعالیت اغېز کوي، بلکې د معلوماتو آزاد جریان او عامه باور هم له جدي ننګونو سره مخ کوي.














