وېبسایټ «ټریډینګ ایکانومیکس» راپور ورکړی چې د لوېدیځ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) خامو نفتو بیه د دوشنبې ورځې په معاملاتو کې له نوې لوړې سره نږدې ۱۰۶ ډالرو ته په هر بېرل رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د نفتو د بیو لوړوالی تر ډېره د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ د مذاکراتو د درېدو او د هرمز تنګي د تړل کېدو د دوام له امله رامنځته شوی دی.
د هرمز تنګي د بند پاتې کېدو دوام د انرژۍ د عرضې د امنیت په اړه نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې او نړیوال بازارونه یې تر فشار لاندې راوستي دي.
همدارنګه رویټرز خبري اژانس د «کېپیټل ایکانومیکس» د شنونکو له قوله خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د نړۍ د نفتو زیرمې به په چټکۍ سره کمې شي او ښايي د جون میاشتې تر پایه بحراني کچې ته ورسېږي.
سوداګر وایي، تر هغه چې دغه ستراتیژیکه اوبهلاره بېرته پرانیستل نه شي، د نفتو د بیو د لوړېدو لړۍ به دوام وکړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د سیاسي خبرو درېدل هم د کړکېچ د ډیپلوماټیک حل هیلې کمزورې کړې او د بازارونو بېباوري یې زیاته کړې ده.
هرمز تنګی، چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه مصرفېدونکي نفت ترې تېرېږي، د نړۍ له مهمو انرژۍ لارو څخه شمېرل کېږي او هر ډول ګډوډي پکې کولای شي پر نړیوال اقتصاد سمدستي اغېز وکړي.
شنونکي خبرداری ورکوي چې د نفتو د بیو تر ۱۰۰ ډالرو پورته پاتې کېدل ښايي د نړیوال انفلاسیون نوې څپه رامنځته کړي؛ ځکه د سونتوکو د بیو لوړوالی د ترانسپورټ، تولید او خوراکي موادو لګښتونه هم زیاتوي.
اوس د بازارونو پام اوپیک او نورو سترو نفت تولیدونکو هېوادونو ته اوښتی څو څرګنده شي چې ایا دوی د هرمز د کړکېچ له امله د عرضې د کمښت د جبران توان لري او که نه.














