د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسټ د دوشنبې په ورځ د ثور په ۲۱مه، د سناتور مارک کېلي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو د ایران جګړې پر مهال د امریکا د توغندیو زېرمې «په حیرانوونکي ډول» کمې شوې دي.
د امریکا سناتور مارک کېلي تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د تاماهاوک او پاتریوت توغندیو د زېرمو کمېدل ښایي د امریکا د بازدارندګۍ وړتیا، په ځانګړي ډول د چین پر وړاندې، کمزورې کړي.
هېګسټ د دغو څرګندونو په غبرګون کې په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې مارک کېلي «په تلویزیون کې د پنتاګون د محرم راپور په اړه بېځایه خبرې کوي.»
د امریکا جګړې وزیر همداراز ویلي چې د جګړې وزارت حقوقي سلاکار به دا وڅېړي چې آیا دغه سناتور «خپله لوړه ماته کړې که نه.»
مارک کېلي د پنتاګون له محرم راپور ترلاسه کولو وروسته ویلي وو: «واقعاً حیرانوونکې ده چې موږ د دغو زېرمو څومره برخه مصرف کړې ده.»
هغه خبرداری ورکړی و چې د تاماهاوک، اتکمز، اېساېم-۳، تاد او پاتریوت توغندیو زېرمې په جدي ډول کمې شوې دي؛ په ځانګړي ډول هغه دفاعي توغندي چې د امریکایي ځواکونو او پوځي اډو د ساتنې لپاره کارېږي.
د دغه سناتور په وینا، د دغو زېرمو بیا رغول ښایي کلونه وخت ونیسي او دا موضوع کولای شي د چین سره د احتمالي جګړې په صورت کې د امریکا پوځي چمتووالی اغېزمن کړي.
د امریکا د سیاسي او پوځي چارواکو ترمنځ دغه ښکاره اختلاف ښيي چې له ایران سره وروستۍ جګړې نه یوازې سیمهییزې پایلې لرلې، بلکې د واشنګټن د تسلیحاتي ظرفیت او ستراتیژیک چمتووالي په اړه یې جدي بحثونه هم راپورته کړي دي.
پوځي شنونکي وایي، د پرمختللو توغندیزو زېرمو کمېدل، په ځانګړي ډول د هوايي دفاعي سیستمونو او واټن لرونکو توغندیو برخه کې، ښایي پر امریکایي پوځي صنعت فشار زیات کړي څو د وسلو د تولید چټکتیا لوړه کړي.














