د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې د «اچاماس ډراګون» په نوم خپله جنګي بېړۍ د هرمز تنګي کې د احتمالي څو مليتي سمندري مأموریت لپاره منځني ختیځ ته استوي.
د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ټایپ ۴۵ جنګي بېړۍ چې مخکې د مدیترانې سمندر په ختیځ او د قبرس په شاوخوا کې ځای پر ځای شوې وه، اوس سیمې ته استول کېږي څو د احتمالي عملیاتو لپاره د تیارسۍ په حالت کې واوسي.
د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې دغه سمندري مأموریت به د بریتانیا او فرانسې په ګډ مشرۍ ترسره شي او هدف یې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو ساتنه او د سمندري تګ راتګ د آزادۍ تضمین دی.
دغه طرحه د بریتانیا د لومړي وزیر کییر سټارمر او د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون ملاتړ لري او د لندن له لوري د سیمې د تحولاتو پر وړاندې «احتیاطي پلان جوړونه» بلل شوې ده.
د دغې جنګي بېړۍ استول داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او اسرائیل له بریدونو او د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته سیمهییزې ترینګلتیاوې په بېساري ډول زیاتې شوې دي.
د بریتانیا او فرانسې رسمي ګډون ښيي چې د هرمز بحران نور یوازې د ایران او امریکا ترمنځ دوه اړخیز تقابل نه دی، بلکې په نړیوال اقتصادي او امنیتي بحران بدلېدونکی موضوع ګرځېدلې ده.
امنیتي شنونکي وایي، که څه هم د لوېدیځو ځواکونو حضور د نړیوالې انرژۍ سوداګرۍ د خوندیتوب په نوم توجیه کېږي، خو دا کار په عین حال کې د مستقیم پوځي ټکر او د بحران د پراخېدو خطر هم زیاتوي.














