په اتریش کې یوې محکمې یو افغان سړی د خپلې ۱۵ کلنې لور د قصدي قتل په تور په عمري بند محکوم کړی؛ هغه جنایت چې په دغه هېواد کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د اتریش د سیمهییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه سړی وروسته له هغې ونیول شو چې په یوه عام سړک کې یې خپلې تنکۍ لور ته د چاقو ۱۳ ګوزارونه ورکړل او هغه یې ووژله.
قضایي چارواکو ویلي چې په محکمه کې وړاندې شوي شواهدو د قصدي قتل جرم په بشپړه توګه ثابت کړی دی.
محکمې د تاوتریخوالي شدت، د جنایت د ترسره کېدو څرنګوالي او پر عامه افکارو د هغې پراخ اغېز ته په اشارې سره د عمري بند حکم صادر کړی او دا قضیه یې د وروستیو کلونو له درنو کورنیو جنایتونو څخه بللې ده.
دې پېښې په اتریش کې د کورني تاوتریخوالي، د قربانیانو د ملاتړ او د ورته پېښو د مخنیوي په اړه د اندېښنو او بحثونو نوې څپه راپارولې ده.
اتریشي رسنیو راپور ورکړی چې دغه قتل د ګڼو خلکو مخې ته ترسره شوی او په ټولنه کې یې سخت ټکان رامنځته کړی دی.
په اتریش کې ټولنیزو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د کورني تاوتریخوالي او د ښځو او تنکیو نجونو اړوند د قتل پېښې د دغه هېواد له مهمو ټولنیزو اندېښنو څخه ګرځېدلې دي.
دې قضیې یو ځل بیا په اروپا کې د ماشومانو د خوندیتوب، د ټولنیزو ادارو د مداخلې او د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي بحثونه راژوندي کړي دي.














