نيويارک ټايمز راپور ورکړی چې اسرائيلو د ايران د اسلامي جمهوريت د نسکورولو لپاره د يو څو پړاويزې طرحې پر مهال محمود احمدي نژاد د هغو احتمالي کسانو له ډلې ګڼلی و چې د علي خامنه يي او د حکومت د يو شمېر لوړپوړو چارواکو تر لرې کېدو وروسته يې د ايران مشري کولای شوه.
د راپور له مخې، لا هم روښانه نه ده چې احمدي نژاد څنګه دې طرحې ته داخل شوی و او يا د هغې له جزئياتو څخه څومره خبر و، خو د ډونالډ ټرمپ ډېرو سلاکارانو دا نظر غيرواقعي بللی دی.
نيويارک ټايمز ليکلي چې يو شمېر امريکايي چارواکو هم واک ته د احمدي نژاد د بېرته ستنېدو په اړه شک درلود او دا سناريو يې له کافي سياسي ملاتړه بې برخې بلله.
دغه ورځپاڼې دا هم ويلي چې د اسلامي جمهوريت يو شمېر هغه چارواکي چې د رهبرۍ پر مرکز په بريد کې وژل شوي وو، د سپينې ماڼۍ له نظره د هغو څېرو له ډلې وو چې د واک د بدلون په اړه خبرو ته زيات چمتووالی درلود.
په هماغه موده کې ايراني رسنيو په لومړي سر کې د احمدي نژاد پر کور د هوايي بريد او د هغه د وژل کېدو راپورونه خپاره کړل، خو وروسته يې وويل چې هغه ژوندی پاتې شوی دی.
خپرو شويو سپوږمکيزو انځورونو ښودله چې د احمدي نژاد کور ته جدي زيان نه و رسېدلی، خو د کوڅې په ورودي کې امنيتي پوسته په بشپړه توګه ويجاړه شوې وه.
د نيويارک ټايمز دغه راپور داسې مهال خپرېږي چې د ايران، اسرائيلو او امريکا ترمنځ تاوتريخوالی لا هم په لوړه کچه روان دی او د ايران د واک د بدلون د احتمالي سناريوګانو په اړه اټکلونه زيات شوي دي.
خو تر اوسه په اسرائيلو، امريکا او ايران کې هېڅ رسمي چارواکي د دغه راپور په اړه ښکاره غبرګون نه دی ښودلی.














