د ايران د ملکي هوايي چلند ادارې ويلي د تهران د دوو لويو هوايي ډګرونو، مهراباد او امام خميني، د کار وخت زيات شوی او اوس به کورنۍ او بهرنۍ الوتنې د اوږدې مودې لپاره ترسره کېږي.
د دغې ادارې وياند مجيد اخوان ويلي، دواړه هوايي ډګرونه به د سهار له ۴:۳۰ بجو څخه د شپې تر ۹:۳۰ بجو پورې فعال وي او ټولې الوتنې به د هوايي چلند ادارې د خپرو شويو لارښوونو له مخې ترسره کېږي.
هغه ټينګار کړی چې د هوايي ډګرونو د کاري ساعتونو زياتوالی د الوتنو د ځنډ کمولو او د هوايي تګ راتګ د ښه سمبالښت لپاره شوی دی.
د ايراني چارواکو په وينا، هغه بهرنۍ الوتنې چې د تېر کال د کب په نهمه د جګړې له پيل وروسته درول شوې وې، د غويي په لومړيو کې بيا پيل شوې.
د دغې جګړې پر مهال امريکا او اسرائيلو د ايران يو شمېر هوايي ډګرونه او الوتکې په نښه کړې وې؛ بريدونه چې د ايران د هوايي لېږد رالېږد په بهير کې يې پراخې ګډوډۍ رامنځته کړې وې.
د تهران د هوايي ډګرونو د کاري ساعتونو زياتوالی داسې مهال ترسره کېږي چې ايراني چارواکي هڅه کوي د الوتنو د عادي کېدو او د هېواد د هوايي چارو د بېرته فعالېدو بهير چټک کړي.














