د طالبانو مشر هبتالله آخندزاده د پروان او کاپیسا ولایتونو د علماوو شوراګانو له غړو سره په لیدنه کې له دیني عالمانو غوښتي چې د دغې ډلې فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوي او د طالبانو د وژل شویو ځواکونو په اړه کتابونه او رسالې ولیکي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د هبتالله د خبرو ځینې برخې په اکس ټولنیزه شبکه کې خپرې کړې دي.
د دغو څرګندونو له مخې، د طالبانو مشر له دیني عالمانو غوښتي چې د خلکو د شرعي ستونزو د حل لپاره هڅې وکړي، خپل اتحاد وساتي او د شریعت د تطبیق او ترویج مسئولیت جدي وګڼي.
هبتالله همدارنګه له ملا امامانو غوښتنه کړې چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د «جهادي آثارو د ساتنې ریاست» سره همکاري وکړي او له «جهادي آثارو» ساتنه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو د وژل شویو کسانو پر قبرونو او زیارتونو دې لوحې نصب شي او د هغوی په اړه دې کتابونه او لیکنې چمتو شي، څو د «جهاد دورې» پېښې ثبت شي.
دغه څرګندونې ښيي چې طالبان د خپل سیاسي او امنیتي جوړښت د پیاوړتیا تر څنګ، د تېرو جګړو لپاره د یوه تاریخي او ایډیولوژیک روایت د جوړولو هڅه هم کوي.
شنونکي وایي، د طالبانو له لوري د «جهاد دورې» پر ثبت او د هغې د آثارو پر ساتنې ټینګار، د دې ډلې د واکمنۍ د تاریخي مشروعیت د رامنځته کولو او راتلونکو نسلونو ته د دغه روایت د لېږدولو برخه ده.
په ورته وخت کې منتقدان خبرداری ورکوي چې دا ډول بهیر ښايي د افغانستان د معاصر تاریخ د یو اړخیز روایت د پیاوړتیا او د نورو لیدلورو د حذف سبب شي.














