د امریکا دفاع وزارت تایید کړې چې د «یواېساېس جرالد فورد» په نوم الوتکهلېږدونکې بېړۍ له ۳۲۶ ورځني سمندري ماموریت وروسته بېرته امریکا ته ستنه شوې ده.
دغه ماموریت د ویتنام جګړې راهیسې د امریکا د یوې الوتکهلېږدونکې بېړۍ د جنګي ډلې تر ټولو اوږد عملیات بلل کېږي.
جرالد فورد بېړۍ د شنبې په ورځ د ویرجینیا ایالت نورفک بندر ته ورسېده او د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست یې د هرکلي لپاره حاضر و.
دغه بېړۍ د ایران سره د جګړې له پیل مخکې منځني ختیځ ته استول شوې وه او د خپل ماموریت پر مهال یې په بېلابېلو عملیاتو کې ګډون کړی و.
د امریکا پوځ ویلي چې جرالد فورد د کارائیب په سیمه کې د مخدره موادو د قاچاق پر ضد عملیاتو، د تحریم شویو نفتلېږدوونکو بېړیو د نیولو او د وینزویلا د مشر نیکولاس مادورو د نیولو اړوند عملیاتو کې رول درلود.
د دغه ماموریت پر مهال د بېړۍ د داخلي او تخنیکي ستونزو راپورونه هم خپاره شوي وو؛ له هغې ډلې د بېړۍ د کالو مینځلو په برخه کې اورلګېدنه چې دوه سمندري سرتېري یې ټپیان کړل او شاوخوا سل بستره یې زیانمن کړل.
رسنیو همدارنګه د دې بېړۍ د فاضلابو او تشنابونو په سیستم کې د پراخو ستونزو خبر ورکړی و.
د دې بېړۍ راستنېدل داسې مهال کېږي چې د امریکا په پوځي ستراتیژۍ کې د الوتکهلېږدونکو بېړیو رول تر بل هر وخت زیات مهم ګڼل کېږي.
شنونکي وایي، د دغه ماموریت اوږدېدل ښيي چې د امریکا سمندري ځواک د نړۍ له بېلابېلو بحرانونو، له منځني ختیځه تر لاتینې امریکا، سره د هممهاله مدیریت لپاره له زیات فشار سره مخ دی.
همدارنګه د دې بېړۍ تخنیکي ستونزو یو ځل بیا د نړۍ د تر ټولو لویو پوځي بېړیو د ساتنې او کارولو د لوړو لګښتونو په اړه بحثونه زیات کړي دي.














