ایراني رسنۍ فارس نیوز راپور ورکړی چې د هلمند سیند ۴۱۷ میلیونه مکعب متره اوبه د ایران سیستان او بلوچستان ولایت ته داخلې شوې او د دغه ولایت شمالي سیمو ته رسېدلې دي.
فارس نیوز د شنبې په ورځ لیکلي چې د حمل میاشتې له وروستیو او د جوزا میاشتې تر لومړیو پورې د سیستان او بلوچستان د اوبو زېرمو ته د ورتلونکو اوبو اندازه د پخوا په پرتله دوه برابره شوې ده.
خو دغې رسنۍ ادعا کړې چې دغه اندازه اوبه لا هم د هلمند له سینده د ایران د ټاکل شوې حقابې یوازې شاوخوا نیمایي برخه جوړوي.
د هیرمند د ۱۳۵۳ کال د تړون له مخې، افغانستان مکلف دی چې هر کال ایران ته ۸۵۰ میلیونه مکعب متره اوبه ورکړي.
همدغه تړون تر اوسه د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند د اوبو او حقابې د بحثونو او اختلافاتو اصلي حقوقي بنسټ ګڼل کېږي.
فارس نیوز په خپل راپور کې دا ادعا هم کړې چې افغانستان روان کال د وروستیو کلونو له تر ټولو باراني فصلونو څخه یو تجربه کړی دی.
افغانستان په وروستیو میاشتو کې د پراخو ورښتونو، سېلابونو او د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د درنو زیانونو شاهد و.
سره له دې، د طالبانو حکومت تر اوسه د ایران پر لور د خوشې شویو اوبو د دقیقې اندازې او د ایراني رسنیو د ادعاوو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د هلمند د حقابې موضوع په وروستیو کلونو کې د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو له مهمو موضوعاتو څخه ده.
ایراني چارواکو څو ځله د خپلې بشپړې حقابې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، خو طالبانو ټینګار کړی چې د هلمند د اوبو اندازه د بارانونو، اقلیمي شرایطو او شته زېرمو پورې تړلې ده.
د حقابې د بحث ترڅنګ، په ایران کې د اوبو د مدیریت ستونزې هم د کارپوهانو د بحث موضوع ګرځېدلې دي.
د ایران د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، د دغه هېواد په کرنیز سکتور کې د مصرفېدونکو لسو لېټرو اوبو څخه شاوخوا اووه لېټره ضایع کېږي او یوازې درې لېټره په اغېزمن ډول کارول کېږي.
د ایران د اوبو د څارنې او پراختیا د ادارې مسؤل محمد حب وطن ویلي چې د عصري اوبو لګولو د سیستمونو نشتوالی او د دودیزو طریقو کارول د اوبو د کمې ګټې اخیستنې لامل شوي دي.
د هلمند سیند یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د ایران د ختیځو سیمو لپاره هم حیاتي ارزښت لري.
کارپوهان وایي چې د دې سیند د اوبو په اندازه کې هر ډول بدلون کولای شي د دواړو هېوادونو پر کرنه، چاپېریال، اقتصاد او د میلیونونو خلکو پر ژوند مستقیم اغېز وکړي.
شنونکي باور لري چې د هلمند د اوبو موضوع به د کابل او تهران په اړیکو کې لا هم یوه مهمه او حساسې موضوع پاتې وي، ځکه د اوبو سرچینې د دواړو هېوادونو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.














