د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړپوړو سلاکارانو په پټو ناستو کې له ایران سره د جګړې د ۲۰۲۹ کال تر جنورۍ، یعنې د ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې تر پای پورې، د دوام احتمال مطرح کړی دی؛ هغه ارزونه چې د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه د ټرمپ له عامه څرګندونو سره په ټکر کې ده.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په سپینه ماڼۍ او د وضعیت په خونه کې ټرمپ ته ویلي چې ایران ښايي د امریکا د سمندري محاصرې او نورو پوځي فشارونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.
امریکايي چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي، په داسې حالت کې جګړه ښايي د ټرمپ د ولسمشرۍ تر پای او ان د ۲۰۲۹ کال په جنورۍ کې د راتلونکي ولسمشر تر لوړې وروسته هم وغځېږي.
دا پټې ارزونې په داسې مهال مطرح کېږي چې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ، د وږي ۱۸مه، ویلي وو چې جګړه به د نومبر له منځنیو ټاکنو وروسته «سمدستي» پای ته ورسېږي. هغه ادعا کړې چې ایران نور د جګړې د دوام توان نه لري.
ټرمپ څو ځله ویلي چې ایراني ځواکونه مات شوي او د دغه هېواد حکومت به ډېر ژر تسلیم شي. خو د امریکا د ولسمشر نږدې کسان وايي، ټرمپ په شخصي خبرو کې د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتونکی دی، خو په ورته وخت کې د ایران پر وړاندې د اوږدمهاله اقتصادي فشار ملاتړ کوي.
له ایران سره د امریکا جګړه اوس اوومې میاشتې ته داخله شوې ده. د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، تر اوسه په دې جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
په همدې حال کې د ټرمپ اداره د داسې تګلارې پر چمتو کولو بوخته ده چې د سمندري محاصرې او سختو اقتصادي بندیزونو ګډولو ته ولاړه ده. د دې تګلارې اعلان شوی هدف دا دی چې ایران اړ شي خپل اټومي پروګرام له منځه یوسي، پرته له دې چې امریکا پراخ پوځي عملیات پیل کړي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ دغه تګلاره چې «اقتصادي شړلو عملیات» نومول شوې، د پوځي عملیاتو د پراخېدو بدیل بللی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز هم ویلي چې ټرمپ د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي او غواړي د سمندري محاصرې او پراخو بندیزونو له لارې د دغه هېواد پر اقتصاد فشار زیات کړي. هغې د جګړې د پای نېټې په اړه ویلي چې یوازې ولسمشر ټرمپ پوهېږي څه به کوي او څه وخت به یې کوي.
جيډي ونس هم تېره اوونۍ د جګړې د پای لپاره له مشخص مهالویش ورکولو ډډه کړې وه. هغه سره له دې چې محاصره او وخت ناوخت بریدونه روان دي، د اوسني وضعیت له پاره د «جګړې» له اصطلاح کارولو هم ډډه کړې ده.
ونس ویلي، د یوه «جوړ شوي مهالویش» وړاندې کول به غیرمسوولانه وي، ځکه ایران ترې ګټه اخیستلای شي. هغه تهران د ژمنو پر ماتولو او د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د بریدونو پر دوام تورن کړی دی.
په ورته وخت کې د امریکا پوځي چمتووالی هم د اوږدې شخړې احتمال ښيي. وال سټریټ ژورنال تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېټ په منځني ختیځ کې د مېشتو یو شمېر امریکايي ځواکونو د ماموریت موده تر ۲۰۲۷ کال پورې غځولې ده؛ د دې اقدام موخه د شخړې د اوږدېدو په صورت کې د ټرمپ لپاره د پوځي انتخابونو ساتل بلل شوي دي.
پنټاګون هم په پام کې لري چې د هوايي دفاع د ځینو واحدونو ماموریت له ټاکلې پای نېټې پرته وغځوي. دغه واحدونه د فارس خلیج په بېلابېلو سیمو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره ځای پر ځای شوي دي.
په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰ زره ښودل شوی دی.
د ټرمپ د عامه څرګندونو او د هغه د ټیم د پټو ارزونو ترمنځ توپیر ښيي چې واشنګټن، لږ تر لږه په داخلي محاسبو کې، ځان د هغې مودې په پرتله د ډېرې اوږدې شخړې لپاره چمتو کوي چې ولسمشر یې په عامه ویناوو کې یادوي.
د نیمروز په ارزونه، که اقتصادي محاصره او پوځي فشارونه تهران شاتګ ته اړ نه کړي، د شخړې دوام کولی شي په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور لا اوږد کړي او د جګړې د پراخېدو خطر زیات کړي. په دې حالت کې د جګړې پای ته رسول له یوې لنډمهالې سیاسي ژمنې څخه په ټرمپ حکومت کې پر یوه اوږدمهاله ستراتیژیکه ننګونه بدلېدای شي.
















