د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۵مه، قاهرې ته ځي څو د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره وګوري؛ هغه لیدنه چې د سیمې د زیاتېدونکو کړکېچونو او د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د روانو نښتو په حساس پړاو کې ترسره کېږي.
د مصر د ولسمشرۍ دفتر ویلي، السیسي او محمد بن سلمان به د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو او د قاهرې او ریاض ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړي.
د سیمې روان تحولات هم د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه دي. دواړو مشرانو د روانې میاشتې په لومړیو کې په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې د کړکېچونو د کمولو پر اهمیت ټینګار کړی و.
د سعودي ولیعهد قاهرې ته په داسې وخت کې سفر کوي چې په وروستیو اوونیو کې د ریاض او حوثیانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. حوثیان، چې د یمن د شمال او ګڼ مېشتو سیمو لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې لري، د جولای له میاشتې راهیسې پر سعودي عربستان د بریدونو لړۍ پیل کړې ده.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، حوثیانو په سره سمندر کې د سعودي عربستان پر ځینو سمندري بېړیو هم بریدونه کړي او سعودي عربستان د دغو بریدونو په ځواب کې په یمن کې د حوثیانو پر مواضعو هوايي بریدونه کړي دي.
په دې شرایطو کې د ریاض او قاهرې سلا مشورې یوازې د دوه اړخیزو اړیکو تر کچې محدودې نه پاتې کېږي. مصر او سعودي عربستان دواړه د سره سمندر د امنیت او د منځني ختیځ د سیاسي او امنیتي معادلو مهم لوبغاړي دي. د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې پراخېدل کولی شي د سمندري تګ راتګ، سیمهییزې سوداګرۍ او د سیمې پر سیاسي انډولونو اغېز وکړي.
که څه هم د رسمي معلوماتو له مخې د لیدنې اصلي موضوعات دوه اړخیزې اړیکې او سیمهییز تحولات دي، خو د حوثیانو د بریدونو زیاتوالی او د ریاض پوځي غبرګون به د دې سلا مشورو له مهمو امنیتي شالیدونو څخه وي. د دغو خبرو پایلې به دا هم روښانه کړي چې ریاض او قاهره د سیمې د نوي کړکېچ پر وړاندې تر کومې کچې د لا زیاتې همغږۍ او د بحران د پراخېدو د مخنیوي هڅه کوي.














