د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په غزه کې د حماس د بېوسلې کولو په بدل کې د اسرائیلي ځواکونو د پړاو په پړاو وتلو په اړه د واشنګټن وړاندیز شوې طرحه رد کړې ده؛ هغه پرېکړه چې ښايي د غزې د جګړې په اړه د یوې دوامدارې هوکړې لپاره د امریکا هڅې له نوي خنډ سره مخ کړي.
نتانیاهو د یکشنبې په ورځ د اسرائیلو د کابینې د غونډې په پیل کې وویل چې هېواد یې د واشنګټن له خوا وړاندې شوی ۱۵ مادهییز سند نه مني او د اسرائیلي ځواکونو وتل به یوازې د حماس له «واقعي بېوسلې کولو» سره مشروط وي.
هغه ټینګار وکړ چې د اسرائیلو له نظره بېوسلې کول د حماس د ټولو وسلو له پرېښودلو سره معنا لري؛ له درنو وسلو څخه نیولې تر سپکو وسلو پورې.
د اسرائیلو لومړي وزیر وویل چې حکومت یې په دې اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي، خو د واشنګټن ځینې وړاندیزونه د منلو وړ او ځینې نور د منلو وړ نه بولي.
د واشنګټن ۱۵ مادهییزه طرحه د ډونالډ ټرمپ د حکومت تر مشرۍ لاندې د «سولې شورا» له خوا چمتو شوې او هدف یې د جګړې د پای لپاره زمینه برابرول، د حماس بېوسلې کول او له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو پړاو په پړاو وتل بلل شوي دي.
ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې دغه طرحه د غزې د جګړې په اړه د یوې دوامدارې هوکړې پر لور مهم ګام بللی و.
خو د نتانیاهو څرګند مخالفت ښيي چې د واشنګټن او تلابیب ترمنځ د دې طرحې د مهمو برخو د عملي کېدو پر ترتیب اختلاف شته؛ په ځانګړي ډول پر دې موضوع چې آیا اسرائیلي ځواکونه باید د حماس له بشپړ بېوسلې کېدو مخکې له غزې ووځي او که وروسته.
نتانیاهو پر دویم انتخاب ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسرائیل به یوازې هغه مهال له غزې ووځي چې د حماس د «واقعي بېوسلې کېدو» په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
امریکايي چارواکو تر دې دمه د نتانیاهو د څرګندونو او د واشنګټن د وړاندیز شوې طرحې د ردولو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

















