راپورونه ښيي چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو او په منځني ختیځ کې د روان بحران د مهار لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې کړې دي.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی. یوه پاکستاني چارواکي، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، رسنیو ته ویلي چې دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په سیمه کې یو ځل بیا کړکېچ زیات شوی دی.
هممهاله، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر سرچینو ورځپاڼې «ډان» ته ویلي چې شهباز شریف به د جولای له درېیمې تر شپږمې نېټې (د چنګاښ له ۱۲مې تر ۱۵مې) د منځني ختیځ د بحران د پای ته رسولو او د منځګړیتوب د هڅو په چوکاټ کې ایران او ترکیې ته رسمي سفرونه وکړي.
سرچینو ټینګار کړی چې دغه سفرونه د سیمې له اغېزناکو هېوادونو سره د پاکستان د ډیپلوماټیکو سلا مشورو برخه ده، خو د پاکستان چارواکو تر اوسه د دغو سفرونو د پروګرام جزئیات نه دي اعلان کړي.
تر دې مخکې، ځینو ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې شهباز شریف به د علي خامنهيي د جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر وکړي، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه دغه راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید کړي.
















