عبدالحکیم حقاني، د طالبانو قاضيالقضات، د افغانستان شمالي او شمالختیځو ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړی چې «هغه نظام چې پر ظلم ولاړ وي، دوام نه شي کولای.»
د طالبانو سترې محکمې ویلي چې حقاني په کندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان او بغلان ولایتونو کې د طالبانو له ځايي مسؤلانو سره په لیدنو کې د دغې ډلې له ځواکونو غوښتي چې له «ظلم، تېري او له بندیانو او مجرمینو سره له ناسم چلنده» ډډه وکړي.
هغه ټینګار کړی چې هېڅوک حق نه لري یو مجرم په خپل سر مجازات کړي او باید له زندانیانو سره مناسب چلند وشي.
حقاني ویلي: «هڅه وکړئ پر چا ظلم ونه کړئ، ځکه هغه نظام چې ظلم وکړي، دوام نه کوي.»
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې نړیوالو بنسټونو طالبان د شکنجې، خپلسرو نیونو، صحرایي محکمو او له زندانیانو سره د ناوړه چلند په تور تورن کړي دي.














