احمدالله وثیق، د طالبانو د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون غړي، ویلي چې د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني حق لري هېواد ته بېرته ستون شي.
وثیق له شمشاد ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي: «موږ تر اوسه له ښاغلي غني سره د افغانستان ته د بېرته ستنېدو په اړه اړیکه نه ده نیولې، خو هغه کولای شي د هر افغان په څېر په خپل هېواد کې ژوند وکړي.»
هغه زیاته کړې چې د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون پالیسي پر دې اصل ولاړه ده چې هر افغان حق لري خپل وطن ته بېرته راشي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
د وثیق په وینا: «دا د دوی وطن دی او دا د دوی امتیاز او حق دی.»
اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د جمهوري نظام له سقوط او کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره هممهاله، افغانستان پرېښود او له هغه وخت راهیسې په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.
هغه په تېرو کلونو کې څو ځله د افغانستان د وضعیت په اړه څرګندونې کړې او په ځینو مواردو کې یې د طالبانو پر سیاستونو نیوکې هم کړې دي.
اشرف غني تېر کال د افغانستان د بحران د حل لپاره د ملي خبرو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې که خلک وغواړي، چمتو دی د بحران د حل په بهیر کې رول ولوبوي.
د طالبانو وروستۍ څرګندونې د اشرف غني د احتمالي ستنېدو په اړه داسې مهال مطرح کېږي چې دغې ډلې په وروستیو کلونو کې هڅه کړې یو شمېر پخواني چارواکي او افغان سیاسي څېرې هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره وهڅوي.
خو ګڼ منتقدان وایي چې د حقوقي ضمانتونو نشتوالی او امنیتي اندېښنې لا هم د دې لامل دي چې ډېر پخواني چارواکي او سیاسي څېرې افغانستان ته ستنېدو ته زړه ښه نه کړي.














