د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي چې له افغانستان سره د دغه هېواد تجارت د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې شاوخوا ۲.۶ برابره زیات شوی دی.
الکسي اوورچوک د روسیې او اسلامي نړۍ په فورم کې د طالبانو د لوړو زدهکړو له وزیر ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ حجم ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
اوورچوک ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت د لا زیاتې ودې ظرفیت لري، خو اوسني ارقام لا هم «نسبي کم» دي.
د هغه په وینا، د روسیې احصایې ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالر و، په داسې حال کې چې د افغانستان ارقام دا کچه نږدې ۵۰۰ میلیون ډالر ښيي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبروري میاشتو کې افغانستان ته د روسیې صادرات ۲.۷ برابره او له افغانستانه واردات ۱.۹ برابره زیات شوي دي.
اوورچوک ویلي، افغانان لا هم هغه توکي په یاد لري چې پخواني شوروي اتحاد افغانستان ته صادرول؛ لکه شوروي موټرونه او لارۍ، او اوس د دغو صادراتو د بیا پیل غوښتنه کوي.
هغه همدارنګه ټینګار کړی چې دواړو لورو د کرنیزو محصولاتو د صادراتو، د دغو محصولاتو د روغتیايي کنټرول، د دوهاړخیزو تړونونو، د روسیې د انرژۍ د صادراتو او د پانګونې د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
شنونکي وایي، د روسیې او طالبانو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو زیاتوالی ښيي چې مسکو هڅه کوي په افغانستان کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ پراخ کړي.
د کارپوهانو په باور، د دې بهیر دوام کولای شي د کابل او مسکو اقتصادي اړیکې نوې مرحلې ته داخلې کړي؛ په ځانګړي ډول داسې وخت کې چې طالبان د سیمهییزې سوداګرۍ او پانګونې د نوو لارو د فعالولو هڅه کوي.














