د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا افغان طالبان د اسلاماباد له دښمنانو سره په همکارۍ تورن کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د پاکستان پر ضد د هند «نیابتي ځواک» ګرځېدلی دی.
د پاکستان دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ له جیو نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي چې له ملا یعقوب، د طالبانو د دفاع وزیر، سره په وروستیو لیدنو کې یې ټینګار کړی چې «د افغانستان دښمنان پخوا د پاکستان دښمنان هم وو.»
خو هغه ادعا کړې چې اوس د طالبانو تګلاره بدله شوې او دغه ډله په عملي ډول د پاکستان پر ضد د هند د ګټو لپاره فعالیت کوي.
خواجه آصف خبرداری ورکړی چې که طالبان د وسلهوالو ډلو او «پولې پورې غاړې ترورېزم» ملاتړ پرې نه ږدي، پاکستان به لکه څنګه چې هند ته ځواب ورکړی، طالبانو ته هم ځواب ورکړي.
اسلاماباد په وروستیو میاشتو کې څو ځله افغان طالبان د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې ته په پناه ورکولو او ملاتړ تورن کړي دي؛ هغه ډله چې په پاکستان کې یې بریدونه زیات شوي او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې له افغان خاورې فعالیت کوي.
په مقابل کې، طالبانو دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې نه پرېږدي د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.
طالبانو همدارنګه د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد «داخلي موضوع» بللې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې ښيي چې د طالبانو او اسلاماباد اړیکې، د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د لومړنیو تمو خلاف، د سخت تاوتریخوالي او بېباورۍ مرحلې ته داخلې شوې دي.
شنونکي وایي، د سرحدي بریدونو زیاتوالی، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه او سیمهییزې سیالۍ د دواړو لورو اړیکې لا پېچلې کړې دي.
د طالبانو پر هند ته د نږدېوالي تورونه د افغانستان په اړه د پاکستان د نفوذ د توازن د بدلون او له هغه څخه د رامنځته کېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه د اسلاماباد ژوره اندېښنه هم منعکسوي.














