په اسلامآباد کې راپورونه وایي چې د ایران، امریکا او پاکستان ترمنځ درېاړخیزه مقدماتي ناسته پیل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د ماښام په ۵ بجو د پاکستان په وخت پیل شوې او درې واړه پلاوي په کې مخامخ ګډون لري.
سرچینې وایي که دا راپور تایید شي، نو دا به د ایران او امریکا د مذاکراتو په تاریخ کې لومړی ځل وي چې دواړه لوري د پاکستان په حضور کې په یوه ګډه ناسته کې سره مخامخ کښېني.
ویل کېږي چې د غونډې مشري د پاکستان د پوځ لوی درستیز پر غاړه لري.
تر اوسه د غونډې د پایلو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا ناسته د راتلونکو خبرو لپاره مهم پرمختګ بلل کېږي.














