د امريکايي «اېس اېنډ پي ګلوبل» بنسټ تازه موندنې ښيي چې د اروپا اقتصاد د روانې مياشتې په ترڅ کې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهيسې تر ټولو کمزورې کچې ته رسېدلی دی؛ هغه حالت چې د ژوند د لګښتونو له لوړېدو، د غوښتنې له کمېدو او په ټوله اروپايي ټولنه کې د پړسوب له زياتېدو سره هممهاله رامنځته شوی دی.
د راپور له مخې، د انرژۍ او سون توکو د بيې لوړېدو د خدمتونو او توليدي برخو فعاليت کم کړی او پر اروپايي کورنيو او د کار بازار يې اقتصادي فشار زيات کړی دی.
اقتصادپوهان خبرداری ورکوي چې که څه هم اوسنی حالت لا د ۱۹۷۰ لسيزې د رکود او پړسوب له بحران سره د پرتله کېدو وړ نه دی، خو د دغې وضعيت دوام ښايي د کرونا له وبا وروسته د ژوند د لګښتونو بحران نور هم ژور کړي.
په جرمني، چې د اروپا تر ټولو ستر اقتصاد ګڼل کېږي، د خصوصي برخې فعاليت د دويمې پرله پسې مياشتې لپاره کم شوی او په فرانسه کې اقتصادي شاخص د تېرو پنځو نيمو کلونو تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی دی.
د جي پي مورګان بانک شنونکو ويلي چې دا د ۲۰۲۳ کال له وروستيو راهيسې د اروپا تر ټولو کمزورې اقتصادي وضعه ده او د مې مياشتې په بهير کې د اقتصادي رکود نښې ليدل کېږي.
اروپايي کمېسيون هم د اروپايي ټولنې د اقتصادي ودې اټکل راکم کړی او خبرداری يې ورکړی چې که د انرژۍ بحران دوام وکړي، اقتصادي وده به تر اوسنیو اټکلونو هم ټيټه شي.
د دغو اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به د اروپايي ټولنې اقتصادي وده شاوخوا صفر اعشاريه نهه سلنې ته راټيټه شي.
په برېټانيا کې هم شرکتونو د تېر يوه کال په پرتله د اقتصادي فعاليت تر ټولو لوی کمښت تجربه کړی؛ هغه موضوع چې شنونکي يې د ايران جګړې او کورنۍ سياسي بې ثباتۍ له اغېزو سره تړي.
راپورونه ښيي چې په ټوله اروپا کې د خصوصي برخې او صادراتي سپارښتنو کچه په څرګند ډول راکمه شوې ده.
د خدمتونو برخه، چې د اروپايي ټولنې د اقتصاد اصلي ماشين بلل کېږي، د ۲۰۲۱ کال له فبرورۍ راهيسې تر ټولو سخت کمښت ثبت کړی او شاخص يې له ۴۷ اعشاريه ۶ څخه ۴۶ اعشاريه ۴ ته ټيټ شوی دی.
په ورته وخت کې، د لومړنيو توکو پړسوب د تېرو درې نيمو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی او د توکو او خدمتونو بيې هم په تېرو ۳۸ مياشتو کې په تر ټولو چټک ډول زياتې شوې دي.
اېس اېنډ پي ګلوبل خبرداری ورکړی چې په راتلونکو مياشتو کې ښايي د پړسوب کچه نږدې څلور سلنه پاتې شي.
د اروپا د کار بازار هم کمزوری شوی او شرکتونو د پنځمې پرله پسې مياشتې لپاره د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی؛ هغه بهير چې د ۲۰۲۰ کال له نومبر راهيسې د کارموندنې تر ټولو سخت کمښت بلل شوی دی.
سره له دې چې اروپايي مرکزي بانک د تېرې مياشتې په پای کې د سود کچه بدله نه کړه، خو اټکل کېږي دغه بانک به د جون په مياشت کې د پړسوب د مهار لپاره د سود کچه لوړه کړي.














