دوو لوړپوړو ایراني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ایران نوي مشر مجتبی خامنهای امر کړی چې د دغه هېواد غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر انتقال نه شي؛ هغه پرېکړه چې ښايي د جګړې د پای او له امریکا سره د کړکېچ د کمېدو مذاکرات لا پېچلي کړي.
د یوې ایراني سرچینې په وینا، د اسلامي جمهوریت په واکمن جوړښت کې دا اجماع موجوده ده چې بهر ته د یورانیمو انتقال به ایران د امریکا او اسرائیل د احتمالي راتلونکو بریدونو پر وړاندې لا زیانمن کړي.
رویټرز د همدې سرچینې له قوله لیکلي چې ایراني چارواکي په کور دننه د غني شویو یورانیمو ساتل د تهران د بازدارندګۍ د ستراتیژۍ یوه برخه ګڼي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا والز د دې راپور په غبرګون کې ویلي چې ډونالډ ټرمپ به یوازې هغه تړون ومني چې «د امریکايي خلکو ګټې» خوندي کړي.
په همدې وخت کې، اسرائیلي چارواکو رویټرز ته ویلي چې ټرمپ اسرائیل ته ډاډ ورکړی چې هر احتمالي توافق باید له ایرانه د غني شویو یورانیمو د زېرمو ایستل شامل کړي.
امریکا، اسرائیل او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه له کلونو راهیسې اسلامي جمهوریت تورنوي چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي؛ هغه تور چې تهران یې ردوي.
لوېدیځ هېوادونه د ایران د ۶۰ سلنه یورانیمو غني کولو ته اشاره کوي؛ هغه کچه چې د غیرنظامي اړتیاوو تر حد ډېره لوړه او د اټومي وسلو د تولید کچې ته نږدې بلل کېږي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې تر هغه وخته چې د غني شویو یورانیمو زېرمې له ایرانه ونه ایستل شي، د تهران د نیابتي ډلو ملاتړ پای ته ونه رسېږي او د اسلامي جمهوریت توغندیز ځواک محدود نه شي، جګړه پای ته رسېدلې نه ګڼل کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرات د پاکستان په منځګړیتوب دوام لري، خو اساسي اختلافونه لا هم پر خپل ځای پاتې دي؛ په ځانګړي ډول د غني شویو یورانیمو د زېرمو برخلیک او د ایران د غني کولو حق.
دوو ایراني سرچینو همداراز ویلي چې په ایران کې ژور شک موجود دی چې د جګړې احتمالي درېدنه ښايي د امریکا او اسرائیل د نوو بریدونو لپاره د چمتووالي فرصت وي.
د ایران د سولې لوړپوړي مذاکره کوونکي محمدباقر قالیباف هم ویلي چې «د دښمن ښکاره او پټ تحرکات» ښيي چې امریکا د نوو بریدونو تیاری نیسي.
ټرمپ هم خبرداری ورکړی چې که ایران د سولې له توافق سره موافقه ونه کړي، امریکا د نورو بریدونو لپاره چمتو ده.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د اټکل له مخې، ایران د ۲۰۲۵ کال د جون پر مهال، کله چې اسرائیل او امریکا د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل، شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامه تر ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم درلودل.
دې ادارې ویلي چې د دغو زېرمو لویه برخه د اصفهان او نطنز په اټومي مرکزونو کې ساتل کېده، خو د بریدونو وروسته د پاتې شوې اندازې دقیق معلومات لا نه دي روښانه.
ایران وایي د دغو یورانیمو یوه برخه د طبي موخو او د تهران د څېړنیز ریکټور د فعالیتونو لپاره اړینه ده، خو لوېدیځ ځواکونه لا هم د ایران د اټومي پروګرام د موخو په اړه اندېښنې څرګندوي.














