د طالبانو د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر هيله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ تګ راتګ له وېزې او پاسپورټ پرته ترسره شي.
ملا برادر د پنجشنبې په ورځ د حيرتان ـ مزارشريف د اوسپنې پټلۍ د پنځمې برخې د پرانيستې په مراسمو کې وويل، طالبان له اوزبېکستان سره د اړيکو پراختيا ته ځانګړی اهميت ورکوي او هڅه کوي دوه اړخيزې همکارۍ د «ښه نيت» پر بنسټ پراخې کړي.
هغه دا هم اعلان کړه چې د بلخ والي په مشرۍ يوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې څو د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ احتمالي ستونزې وڅېړي او حل کړي، ترڅو د دواړو غاړو ترمنځ د لا زياتو اړيکو او همکاريو زمينه برابره شي.
د طالبانو اقتصادي مرستيال د خپلو خبرو په بله برخه کې له هغو افغان سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې له هېواده بهر دي، بېرته افغانستان ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
هغه وويل طالبان پانګه والو ته ډاډ ورکوي چې کولای شي «په ارامه زړه» په افغانستان کې اقتصادي فعاليت وکړي.
د مزارشريف ـ حيرتان د اوسپنې پټلۍ پنځمه برخه د طالبانو د چارواکو، د اوزبېکستان د دولتي استازو، د بلخ د سيمه ييزو مسؤولانو او د سيمې د يو شمېر اوسېدونکو په حضور کې پرانيستل شوه.
د طالبانو د ټولګټو چارو رياست مسؤولانو په بلخ کې ويلي چې د دغې پروژې لګښت د اوسپنې پټلۍ، ودانیزو او زېربنايي چارو په برخو کې د اوزبېکستان له تړون سره سم ۶ اعشاريه ۳ ميليونه ډالره شوی دی.
د هغوی په وينا، د دغې پروژې ټول لګښت د طالبانو د ټولګټو وزارت له بوديجې ورکړل شوی دی.
طالبانو په وروستيو مياشتو کې هڅه کړې له منځنۍ اسيا هېوادونو، په ځانګړي ډول اوزبېکستان، سره خپلې اقتصادي او لېږد رالېږد اړيکې پراخې کړي؛ هغه هڅه چې شنونکي يې د سياسي انزوا د کمولو او سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا برخه بولي.














