بيبيسي نړیوالې په یوه ټکان ورکوونکي راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې فقر، بېکاري او د روغتیايي او معیشتي خدماتو تدریجي سقوط ځینې کورنۍ دې ته اړې کړې چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان وپلوري.
په راپور کې د غور ولایت اوسېدونکي سعید احمد ویلي چې وروسته له هغې چې د هغه پنځه کلنه لور شایقه د اپنډیسایټ او د ځیګر پر کیست اخته شوه او دی یې د درملنې لګښت نه شو برابرولای، اړ شو خپله لور خپلوانو ته وپلوري.
د هغه په وینا، د شایقې د عملیاتو لګښت د هغو ۲۰۰ زره افغانیو څخه ورکړل شوی چې د هغې د پلورلو په بدل کې پرې هوکړه شوې وه.
سعید احمد ویلي: «که مې پیسې لرلې، هېڅکله به مې دا پرېکړه نه کوله. خو له ځان سره مې فکر وکړ که بې له عملیاتو مړه شي څه؟ لږ تر لږه به ژوندۍ پاتې شي.»
بيبيسي د هغو نورو کورنیو کیسې هم خپرې کړې چې له سختې لوږې او بېکارۍ سره مخ دي.
۴۵ کلن مزدور جمعهخان ویلي چې په تېرو شپږو اونیو کې یې یوازې درې ورځې کار موندلی او ماشومان یې د شپې وږي ویده شوي دي.
عبدالرشید عظیمي، چې د دوو غبرګو لوڼو پلار دی، هم ویلي چې چمتو دی خپل ماشومان وپلوري څو د کورنۍ نور غړي ژوندي وساتي.
د دغې کورنۍ مور ویلي چې یوازینی خواړه یې «وچه ډوډۍ او تودې اوبه» دي.
د بيبيسي راپور همدارنګه د خوارځواکۍ او د روغتیايي خدماتو د نشتوالي له امله د ماشومانو د مړینې د زیاتېدو خبر ورکړی دی.
دې رسنۍ د غور له یوه هدیرې د لیدنې پر مهال لیکلي چې د ماشومانو قبرونه د لویانو د قبرونو په پرتله نږدې دوه برابره ډېر وو.
د چغچران په مرکزي روغتون کې هم د نوو زېږېدلو ماشومانو څانګه تر ټولو بوخته برخه بلل شوې او نرسانو ویلي چې د کموزن او خوارځواکۍ له امله د ماشومانو مړینه «تقریباً عادي» شوې ده.
د راپور له مخې، په افغانستان کې بشري بحران د نړیوالو مرستو د شدید کمښت، پراخې بېکارۍ او د روغتیايي نظام د کمزورۍ له امله لا ژور شوی دی.
ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې له هر څلورو افغانانو درې تنه د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري او له ۸۰ سلنې ډېرې کورنۍ پوروړې دي.
خو طالبان وایي چې اوسني ستونزې د امریکا د حضور د دورې د «مصنوعي اقتصاد» میراث دی او ټینګار کوي چې بشري مرستې باید سیاسي نه شي.
دغه راپور د افغانستان داسې دردناک انځور وړاندې کوي چې پکې فقر او ناامیدي کورنۍ له هغو انتخابونو سره مخ کړې چې تر څو کلونو مخکې نه تصور کېدل.
د بشري حقونو بنسټونه خبرداری ورکوي چې د اقتصادي بحران دوام، ټولنیز محدودیتونه او د نړیوالو مرستو کمېدل کولای شي د افغانستان بشري وضعیت لا فاجعهبار پړاو ته ورسوي.














