د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن پر ایران د احتمالي پوځي برید پلان د څو ورځو لپاره ځنډولی دی.
ټرمپ د دوشنبې په ماښام وویل: «نورو هېوادونو راته وویل چې موږ سبا د ډېر لوی برید لپاره چمتو وو. ما دا موضوع د یوې مودې لپاره وځنډوله، هیله لرم ښايي د تل لپاره وي، خو ښايي یوازې د لنډ وخت لپاره وي.»
هغه زیاته کړه چې امریکا له ایران سره «ډېرې مهمې خبرې» کړې دي او باید وکتل شي چې دغه خبرې کوم لوري ته ځي.
د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو اونیو کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د سیمې د پراخې جګړې په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
په ورته وخت کې، د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو د بنبست، د هرمز تنګي د کړکېچ او د سیمې پر انرژۍ او امنیت د فشارونو راپورونه هم خپاره شوي دي.
شنونکي وایي، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې ښيي چې واشنګټن لا هم د پوځي فشار او ډیپلوماسۍ ګډه تګلاره تعقیبوي.
د کارپوهانو په باور، که څه هم د برید ځنډول د کړکېچ د لنډمهاله کمېدو نښه ګڼل کېدای شي، خو د «لنډ وخت» یادونه ښيي چې د پوځي اقدام احتمال لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.
تحلیلګر خبرداری ورکوي چې د امریکا او ایران ترمنځ هر ډول ناکامه مذاکرات یا ناڅاپي پوځي پېښه کولای شي سیمه یو ځل بیا د خطرناک تقابل پر لور بوځي.














