د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د اصفهان په جنوب کې یې د یوه امریکايي جنګي الوتکې د عملې د ژغورنې پر مهال یو هوايي وسیله نسکوره کړې ده.
د سپاه په اعلامیه کې دې الوتکې ته «دښمن الوتکه» ویل شوې، خو د هغې د ډول او احتمالي سپرو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د اف-۱۵ جنګي الوتکې د عملې د ژغورنې عملیات پرته له تلفاتو ترسره شوي دي.
ټرمپ ټینګار کړی چې په دې عملیاتو کې «حتی یو امریکايي هم نه دی وژل شوی او نه ټپي شوی.»
تر اوسه د دې هوايي وسیلې د نسکورېدو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي او خپلواکو سرچینو هم دا ادعا نه ده تایید کړې.

