د نورستان ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسؤلانو اعلان کړی چې د دغه ولایت د دوآب ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوې قیمتي ډبرې، لکه «بیروج، کنزیت او مارګنیت»، په یوه ازاده داوطلبۍ کې د ۵۲ میلیونه او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت کورنیو سوداګرو ته پلورل شوې دي.
د ځايي چارواکو په وینا، دغه ډبرې د دوآب ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوې وې او د پلور بهیر یې د ازادې داوطلبۍ له لارې ترسره شوی دی.
مسؤلانو زیاته کړې چې له دې لارې ۵ میلیونه او ۲۲۶ زره افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شوې دي.
نورستان د افغانستان له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو بډایه زېرمې لري او کانونه یې په وروستیو کلونو کې د کورنیو او بهرنیو سوداګرو پام ځانته اړولی دی.
په وروستیو کلونو کې طالبانو هڅه کړې چې د کانونو عواید د خپل حکومت له مهمو مالي سرچینو څخه وګرځوي.
خو کارپوهانو څو ځله د شفافیت د نشتوالي، کمزورې څارنې او په افغانستان کې د کانونو د ناقانونه استخراج په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
اقتصادي شنونکي وایي، که د افغانستان کانونه په شفاف او اصولي ډول مدیریت شي، کولای شي د اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.














