شهزاده هري او د هغه مېرمن مگان مارکل د نتفلیکس لپاره د جګړې یو فلم جوړوي؛ هغه فلم چې د افغانستان د جګړې په اړه د یوه بریتانوي افسر د خاطرو پر بنسټ جوړېږي.
دغه فلم، چې «د وتلو هېڅ لاره نشته: د محاصره شویو سړیو رښتینې او تکانورکوونکې کیسه» نومېږي، د بریتانیا د یوه پوځي واحد کیسه بیانوي چې د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې د هلمند ولایت د یوې ولسوالۍ د ساتنې مأموریت درلود او وروسته د طالبانو له برید سره مخ شو.
دا پروژه د مېجر ادم جویت، چې په هلمند کې د همدغه بریتانوي پوځي واحد قوماندان و، د خاطرو پر بنسټ جوړیږي.
شهزاده هري له پوځ څخه تر وتلو وړاندې لس کاله د بریتانیا په پوځ کې خدمت کړی او دوه ځله د افغانستان جګړې ته استول شوی و.
هغه لومړی ځل د ۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د لسو اوونیو لپاره هلمند ته تللی و او د جګړې د هوايي کنټرول دنده یې ترسره کوله.
خو د هغه مأموریت وروسته له هغې تر وخت مخکې پای ته ورسېد چې په انټرنېټ کې یې د حضور خبر خپور شو.
هري وروسته د اپاچي هلیکوپتر د پیلوتۍ زدهکړې وکړې او په ۲۰۱۲ کال کې بیا د شلو اوونیو لپاره افغانستان ته واستول شو.
کنزینګټن ماڼۍ په ۲۰۱۵ کال کې د بریتانیا په پوځ کې د هري د لس کلن رسمي خدمت د پای اعلان کړی و.
هري او مگان مارکل تېر کال له نتفلیکس سره نوی تړون لاسلیک کړی و چې له مخې یې دغه شرکت د آرچيول شرکت د تولید شویو رسنیزو پروژو د لومړني ارزونې حق لري.
شنونکي وایي، د افغانستان جګړې د روایت لپاره د شهزاده هري بیا راګرځېدل ښایي د افغانستان په جګړه کې د بریتانیا رول او د لوېدیځو پوځیانو تجربو ته تازه پام راواړوي.














