
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د شمالي هند او اوسني پاکستان تمدن د ننني افغانستان د تمدن دوام دی.
کرزي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې زرداري ادعا کړې وه کندهار، چې په تاریخي سرچینو کې د «ګندهارا تمدن» سره تړاو لري، د پاکستان د فرهنګي میراث برخه ده.
د پاکستان ولسمشر همداراز د «آدمخان او درخانۍ» کیسه او د رباب ساز د خپل هېواد د ناملموس فرهنګي میراث په توګه یاد کړي وو.
کرزي په غیر مستقیم ډول دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې د سیمې تاریخي ریښې له افغانستان سره تړلې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې هېوادونه له کلونو راهیسې د تاریخي هویت او فرهنګي میراث پر سر اختلافات لري.
شنونکي وایي چې دا ډول بحثونه یوازې فرهنګي نه، بلکې سیاسي اړخ هم لري او کولی شي د سیمهییزو اړیکو پر فضا اغېز وکړي.











