د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې پاکستان باید له افغانستان سره مذاکرات وکړي او د افغانستان مسئله د پرلهپسې ګواښونو له لارې نه شي حل کېدای.
اڅکزي د پاکستان د حکومت پر تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هېڅ هېواد د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته سمدستي برید ته نه دی مخه کړې.
د هغه په وینا، دا هېڅکله د خبرو او مذاکراتو سمه لاره نه ده.
هغه یو ځل بیا د کابل او اسلاماباد ترمنځ د خبرو د پیل غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا مذاکرات باید د ګاونډیو هېوادونو په حضور او د ملګرو ملتونو په رهبرۍ ترسره شي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له کړکېچ او بېباورۍ سره مخ دي.
شنونکي وایي، د اڅکزي دا دریځ ښيي چې په پاکستان کې دننه هم داسې غږونه شته چې د پوځي فشار پر ځای د دیپلوماتیکو لارو ملاتړ کوي.











