
د طالبانو د کډوالو وزیر عبدالکبیر ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت «اندېښمن» دی او په کمپونو کې پراخې ستونزې شته.
هغه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له یوه چارواکي سره په لیدنه کې ویلي چې کډوال په «زاخیلو» او «حمزه» کمپونو کې د ثبتنام او اساسي خدماتو ته د لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی، خو طالبان وایي چې د خوندي او منظم راستنېدو شرایط لا نه دي برابر شوي.
طالب چارواکو د کمپونو د امکاناتو د زیاتولو، د ثبتنام د اسانتیا او د ښځو او ماشومانو لپاره د ښه وضعیت غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې، ملګرو ملتونو ویلي چې د مالي سرچینو د برابرولو لپاره ځانګړې ډله جوړه شوې او ټاکل شوې چې ژر افغانستان ته سفر وکړي.
همداراز، د کډوالو لپاره د کارموندنې پروګرامونه لکه د قالینبافۍ کارګاوې هم په پام کې نیول شوې دي.
سره له دې، د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر لا هم له جدي بشري او اداري ننګونو سره مخ دی.











