د تاجیکستان رسنیو راپور ورکړی چې د سُغد ولایت کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ پورې افغان کډوال له خپلو کورونو ایستل شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا اقدام وروسته له هغه ترسره شوی چې په خُجند ښار کې یو افغان وګړی د یوې ښځې د وژنې په تور ونیول شو.
ویل کېږي چې د تاجیکستان امنیتي ځواکونو دغه افغان کډوال له خپلو استوګنځایونو ایستلي دي.
تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په ورته وخت کې، ځینې نا تایید شوي راپورونه وایي چې یاد کسان بېرته افغانستان ته استول شوي دي، خو دا معلومات لا په خپلواک ډول نه دي تایید شوي.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په سیمه کې د افغان کډوالو وضعیت او د هغوی د جبري ایستلو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.
شنونکي وایي، د جرمونو له انفرادي پېښو وروسته د ډلهییزو اقداماتو ترسره کول کولای شي د کډوالو د امنیت، حقونو او قانوني خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي.











