
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هغه راپور رد کړی چې د امریکا یو څېړنیز بنسټ د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړیکو په اړه خپور کړی دی.
مجاهد ویلي چې دا راپور «نادرست» دی او دا ډول ادعاوې د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره خپرېږي.
خو د منځني ختیځ انستیتوت په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې شاوخوا ۵۵ د طالبانو غړي له القاعده سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکې لري.
په دې راپور کې، چې د «طالبانو د مشرتابه څار» تر پروژې لاندې چمتو شوی، د دې ډلې له ۱۲۰۰ څخه د زیاتو غړو معلومات ارزول شوي دي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰ سلنه څخه زیاتو پروفایلونو کې د وسلهوالو ډلو سره اړیکې یا د تاوتریخوالي فعالیتونه ثبت شوي دي.
همداراز، ویل شوي چې یوازې لږ شمېر کسان د نړیوالو بندیزونو په لېست کې شامل دي، حال دا چې ګڼ لوړپوړي غړي تر بندیزونو لاندې دي.
په راپور کې د طالبانو مشرتابه جوړښت «متمرکز او تر ډېره نظامي» بلل شوی دی.
طالبانو بیا دا ټول راپورونه رد کړي او دا یې د رسنیزې جګړې برخه بللې ده.










