د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو له لوري د پاکستاني وسلهوالو ملاتړ د دې لامل شوی چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا راکمه نه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په اسلاماباد کې د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، تر هغه چې طالبان د پاکستان ضد وسلهوالو ډلو ملاتړ او هغوی ته پناه ورکول بند نه کړي، د طالبانو له ادارې سره اړیکې به عادي حالت ته ونه ګرځي.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د خپلې ملي امنیتي اندېښنو په اړه جدي دریځ لري او تمه لري چې طالبان به د پاکستان پر ضد د فعالیت کوونکو ډلو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي او سیاسي اړیکې له زیات فشار سره مخ شوې دي.
اسلاماباد څو ځله ادعا کړې چې پاکستاني وسلهوال په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.
شنونکي وایي، د دواړو لورو ترمنځ د باور کمښت او پرلهپسې تورونه د دې سبب شوي چې د اړیکو عادي کېدو احتمال لا هم کمزوری ښکاره شي.











