اروپايي پارلمان اعلان کړی چې یوه عرض پاڼه چې پکې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندنې او د طالبانو د ترهګرې ډلې په توګه د نومولو غوښتنه شوې، د دې نهاد د عرض پاڼو کمېټې ته سپارل شوې ده.
د رسمي لیک له مخې، دا دوسیه د ارزونې لپاره یادې کمېټې ته لېږل شوې او ټاکل شوې چې وروستۍ پرېکړه به له څېړنې وروسته په لیکلي ډول اعلان شي. همداراز ټینګار شوی چې د عرض پاڼو د زیات شمېر له امله دا بهیر وخت نیولی شي.
دا عرض پاڼه د افغانستان د پخواني پارلمان د غړي بکتاش سیاوش په نوم ثبت شوې، او اروپايي پارلمان یادونه کړې چې دا ډول غوښتنې له ثبت وروسته عامه اسناد ګرځي، خو بیا هم د شخصي معلوماتو د ساتنې له اصولو سره سم مدیریت کېږي.
د دې عرض پاڼې راجع کېدل ښيي چې د افغانستان د ښځو موضوع اوس د اروپا په حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو کې مطرح کېږي او یوازې سیاسي بحث نه دی پاتې.
که چېرې د «جنسیتي اپارتاید» مفهوم په رسمي ډول وپېژندل شي، دا به پر طالبانو د حقوقي او دیپلوماتیک فشار د زیاتېدو لامل شي.
همداراز، د طالبانو د ترهګرې ډلې په توګه د نومولو موضوع مطرح کېدل کولای شي د دې ډلې او اروپايي بنسټونو ترمنځ واټن زیات کړي او د راتلونکو سیاسي اړیکو پر بهیر اغېز وکړي.











