د ښځو او ماشومانو د څېړنې او دادغوښتنې شبکې له لوري، د ټورنټو پوهنتون په ګډه څېړنه کې موندل شوې چې شاوخوا ۹۵ سلنه ښځې په افغانستان کې د عدلي نظام پر وړاندې د ژورې بېباورۍ له امله خپلې حقوقي قضیې نه تعقیبوي.
دا موندنې د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته ښځو ته عدالت ته د اغېزمن لاسرسي د بحران روښانه انځور وړاندې کوي.
د راپور له مخې، نږدې ۶۵ سلنه ښځو ویلي چې محکمو ته د مراجعه پر مهال یې منفي تجربې لرلې؛ دا ښيي چې ستونزه یوازې د لاسرسي نه ده، بلکې د قضایي بهیر کیفیت، خوندیتوب او پر سیستم باور هم سخت زیانمن شوی.
څېړنه ټینګار کوي چې په حقوقي او قضایي ادارو کې د ښځو د حضور کمېدل، او د عدلي جوړښتونو کمزوري کېدل، د ښځو لپاره د عادلانه دادرسي د فرسایش مهم عوامل دي.
په دې وضعیت کې ګڼې ښځې نه یوازې د خپلو حقونو له ترلاسه کولو ناهیلي شوې دي، بلکې رسمي عدلي جوړښتونه بېګټې یا حتی زیانمن ګڼي.
د دې څېړنې د معرفۍ غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولای شي کورنی تاوتریخوالی زیات، ټولنیزه ناهیلي پراخه، او د افغانستان بشري حقونو بحران لا ژور کړي.
شنونکي وایي، کله چې د یوه هېواد ډېری ښځې عدالت خپل خوندي پناهځای ونه ګڼي، دا یوازې د یوه نظام ناکامي نه ده؛ بلکې د انساني امنیت او ټولنیز ملاتړ د ژور ساختاري بحران نښه ده.











