
د ایران د قضایي قوې مشر غلامحسین محسني اژهاي یو ځل بیا له قاضیانو غوښتي چې د جزایي قضیو د څېړنې، حکم صادرولو او په ځانګړي ډول د اعدام د حکمونو د عملي کولو بهیر لا چټک کړي.
اژهاي په خپلو څرګندونو کې ځینې نیول شوي کسان «د دښمن پلي ځواکونه» بللي او ادعا یې کړې چې د ایران مخالفان هڅه کوي د سیاسي او تبلیغاتي فشار له لارې د اعدام د حکمونو مخه ونیسي.
هغه ټینګار کړی چې قضایي اداره به دغو فشارونو ته اعتنا ونه کړي، او له قاضیانو یې غوښتي چې د دوسیو د دقیقې ارزونې ترڅنګ، د حکمونو د صادرېدو او تطبیق بهیر په تر ټولو لنډ ممکن وخت کې بشپړ کړي.
دا دریځ داسې مهال مطرح کېږي چې په ایران کې د اعدام موضوع لا هم د بشري حقونو له تر ټولو جنجالي نړیوالو دوسیو څخه ګڼل کېږي.
منتقدان وایي، د اعدام د حکمونو پر چټکتیا دا څرګند ټینګار ښايي د قضایي بهیر او امنیتي-سیاسي لومړیتوبونو ترمنځ د لا ژور تړاو نښه وي؛ هغه وضعیت چې د عادلانه محاکمې، قضایي خپلواکۍ او د مرګ سزا د داخلي کنټرول د وسیلې په توګه د کارېدو په اړه اندېښنې زیاتوي.










