د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر طبي زدهکړو لګول شوی بندیز لغوه کړي.
دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۱۶مه په اکس کې په خپور شوي پیغام کې د افغانستان د قابلو له هڅو او فعالیتونو ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د قابلهګۍ مسلک د افغانستان د ټولو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري.
دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې نړیوال بنسټونه د افغانستان د روغتیايي سیستم د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې څرګندوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
د راپور له مخې، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت به په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدماتو پر لاسرسي منفي اغېز وکړي.
یونیسف همداراز ټینګار کړی چې د ښځو پر زدهکړو او کار محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره زیان رسوي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه لګولي او هغوی یې له زدهکړو، کار او ګڼو اساسي حقونو محرومې کړې دي.
شنونکي وایي، که د ښځو د طبي زدهکړو محدودیت دوام وکړي، دا به یوازې د ښځو حقونه محدود نه کړي، بلکې د افغانستان د روغتیايي نظام راتلونکی به هم له جدي بحران سره مخ کړي.











