
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشال» کې داسې نقشه خپره کړې چې پکې د هرمز تنګي نوم «ټرمپ تنګي» ته بدل شوی؛ هغه اقدام چې یو ځل بیا یې پراخ رسنیز او سیاسي بحثونه راپارولي دي.
ټرمپ تر دې وړاندې هم په یوه وینا کې د «ټرمپ تنګي» اصطلاح کارولې وه، چې هغه مهال له طنزي او انتقادي غبرګونونو سره مخ شوې وه.
خو دا ځل د همدې نوم کارول د رسمي انځور په بڼه د هغه له لوري، دا بحث پیاوړی کړی چې موضوع یوازې لفظي ټوکه نه، بلکې د ټرمپ د پېژندل شوي سیاسي سبک برخه ده—هغه سبک چې رسنیز جنجال، شخصي برانډ او سیاسي پیغامونه سره یوځای کوي.
هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو مهمو انرژۍ او امنیتي دهلېزونو څخه ګڼل کېږي، او د دې نوم هر ډول سمبولیک بدلون، په ځانګړي ډول د امریکا د ولسمشر له لوري، نړیوال حساسیتونه راپارولی شي.
منتقدان دا اقدام د جیوپولیټیکي موضوعاتو شخصي کول بولي، خو د ټرمپ ملاتړي یې د هغه د ځانګړي سیاسي سبک یوه بله بېلګه ګڼي.
دا پېښه یو ځل بیا ښيي چې ټرمپ څنګه حتی له نړیوالو ستراتیژیکو موضوعاتو هم د پام رااړولو او خپل سیاسي روایت د پیاوړتیا لپاره استفاده کوي.











