
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د آزادۍ په نړیوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له منځه په ۱۷۵م ځای کې راوستی، چې دا هېواد لا هم د مطبوعاتو د آزادۍ له پلوه د نړۍ له تر ټولو خرابو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، که څه هم د افغانستان عمومي نمره له ۲۰۲۵ کال کې ۱۷.۸۸ څخه په ۲۰۲۶ کې ۱۹.۵۱ ته لوړه شوې، خو دا محدود بدلون د هېواد د بحراني وضعیت په بدلون کې بنسټیز اغېز نه دی کړی.
دغه سازمان هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، حقوقي، ټولنیزو او امنیتي شاخصونو له مخې ارزوي.
راپور وایي چې افغانستان په سیاسي برخه کې لا هم له سخت کنټرول، د رسنیو پر خپلواکۍ له فشار او پراخو محدودیتونو سره مخ دی.
ارزونه ښيي چې د افغانستان د رسنیو بحران یوازې د رسنیو تر تړل کېدو نه محدودېږي، بلکې د اطلاعرسانۍ ټول جوړښت له سانسور، سیاسي فشار، امنیتي ګواښونو او حقوقي محدودیتونو سره مخامخ دی.
د افغانستان ټیټه درجه دا څرګندوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې رسنۍ لا هم تر ډېره د آزاد څار پر ځای د بقا، فشار او محدود فعالیت په فضا کې کار کوي؛ وضعیتی چې د خلکو د آزادو او څو اړخیزو معلوماتو پر لاسرسي مستقیم اغېز لري.











