
د طالبانو د رئیسالوزرا د دفتر مشر عبدالواسع د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې که پاکستان د کړکېچ د کمولو لپاره عملي ګامونه واخلي، طالبان چمتو دي له اسلاماباد سره د اړیکو د ښهوالي لپاره «دوه ګامه» پورته کړي.
د خپرې شوې اعلامیې له مخې، عبدالواسع د پاکستاني ځواکونو وروستي بریدونه د کونړ پر ملکي سیمو وغندل او د غیرنظامیانو په نښه کول یې نه توجیه کېدونکی عمل وباله.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکېچ، بریدونه او امنیتي اندېښنې لا هم دوام لري.
هممهاله، د طالبانو له لوري د اړیکو د ښهوالي او اعتماد جوړونې چمتووالی په داسې شرایطو کې چې سرحدي حملې روانې دي، د دې ډلې د سیاسي او امنیتي محاسبې په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.
منتقدان وایي، که د سرحدي بریدونو په وړاندې روښانه او قوي دریځ موجود نه وي، دا ډول څرګندونې ښايي د ځواکمنې دیپلوماسۍ پر ځای د بحران د مهارولو هڅه تعبیر شي.











