
د ایران د قضایي قوې مشر غلامحسین محسنياژهاي ویلي چې له اسرائیل سره هر ډول همکاري باید له مجازاتو سره مخ شي، او له ټولو څارنوالانو یې غوښتي چې د اړوندو شتمنیو په ضبط او مصادره کې هېڅ ډول سستي ونه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له هغو کسانو سره چې د ده په وینا له اسرائیل سره همکاري کوي، باید قاطع قضایي چلند وشي.
اژهاي د ایران د بهر مېشتو ایرانیانو یا دیاسپورا په اړه هم ویلي چې که څوک غواړي بېرته ایران ته راستانه شي، باید پوه شي چې ورته به «سور غالی» نه غوړېږي.
شنونکي وایي دا څرګندونې ښيي چې د ایران قضایي او امنیتي جوړښت هممهاله د داخلي فشار د زیاتولو او بهرنیو ایرانیانو ته د سیاسي پیغام رسولو هڅه کوي.
دا دریځ داسې مهال مطرح کېږي چې په سیمه کې امنیتي کړکېچ او د ایران داخلي حساسیتونه لا هم لوړ پاتې دي.










