د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو ښار کې د یوې چاودنې او وسلهوال برید له امله لږ تر لږه درې پاکستاني پولیس وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه برید د وسلهوالو کسانو له لوري پر یوې امنیتي پوستې د یرغل سره هممهاله ترسره شوی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې چاودېدونکي توکي په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او همدې موټر د پولیسو پوسته په نښه کړې ده.
سرچینې وایي، له چاودنې وروسته وسلهوال بریدګر سیمې ته ننوتلي او د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
لومړني راپورونه ښيي چې ښایي تر ۱۵ زیات نور امنیتي ځواکونه هم وژل شوي وي، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د مرګژوبلې وروستۍ شمېرې نه دي تایید کړې.
دغه برید داسې مهال ترسره کېږي چې خیبرپښتونخوا په وروستیو کلونو کې یو ځل بیا د وسلهوالو بریدونو، چاودنو او د امنیتي ځواکونو پر ضد عملیاتو مرکز ګرځېدلی دی.
امنیتي شنونکي وایي، د چاودنې او مستقیم وسلهوال برید ګډه بڼه ښيي چې بریدګر لوړه همغږي او سازماندهي لري؛ هغه موضوع چې د پاکستان لپاره امنیتي ننګونې لا پېچلې کولای شي.
د ورته بریدونو دوام د پاکستان پر حکومت فشار زیاتوي څو د وسلهوالو ډلو د مهار او امنیتي ستراتیژیو د بیا ارزونې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.














