په هرات کې یو شمېر دولتي کارکوونکي وایي چې د طالبانو ځايي مسئولانو له تېرو دوو اونیو راهیسې په دولتي ادارو کې د هوښیار موبایلونو کارول منع کړي دي.
د دغو کارکوونکو په وینا، د دې پرېکړې هدف رسنیو ته د رسمي اسنادو او معلوماتو د افشا کېدو مخنیوی بلل شوی دی.
لږ تر لږه درې دولتي کارکوونکو ویلي چې طالبانو کارکوونکو ته امر کړی چې د سمارټ فونونو پر ځای ساده او بېکمرې موبایلونه وکاروي.
یو کارکوونکي ویلي، سره له دې چې د طالبانو مسئولان په هماغو ادارو کې لا هم هوښیار موبایلونه کاروي، خو عادي کارکوونکو ته دا اجازه نه ورکول کېږي.
بل کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، دغه محدودیت د اداري خدماتو او مراجعینو لپاره زیانمن بللی او ویلي یې دي چې دې بندیز په کاري چارو کې ګډوډي رامنځته کړې ده.
هغه زیاته کړې چې د ګاونډیو ولایتونو مراجعه کوونکي هم د خپلو اداري چارو په ترسره کولو کې له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
یوه بله سرچینه وایي، که څه هم د هرات د والي له لوري رسمي مکتوب نه دی خپور شوی، خو دغه دستور په غیررسمي ډول په دولتي ادارو کې عملي کېږي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په ځینو ولایتونو کې د هوښیار موبایلونو او د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو محدودیتونه وضع کړي وو.
د طالبانو مشر هبتالله آخندزاده هم د ۱۴۰۴ کال د جوزا په میاشت کې د دې ډلې له غړو غوښتي وو چې د هوښیار موبایلونو کارول کم کړي.
شنونکي وایي، د ټکنالوژۍ پر کارولو دا ډول محدودیتونه نه یوازې د معلوماتو د جریان فضا محدودوي، بلکې د دولتي ادارو د خدماتو پر چټکتیا او اغېزمنتیا هم مستقیم اغېز لرلای شي.














