د بشري حقونو سازمان ههنگاو راپور ورکړی چې ایران د محمدي تورات په نوم یو ۴۲ کلن افغان وګړی، چې د دې سازمان په وینا پخوا د ایران د سپاه پاسداران له اړوندو ادارو سره یې کار کړی و، د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دی.
د ههنگاو د راپور له مخې، د محمدي تورات د اعدام حکم د چهارشنبې په سهار، د تلې په لومړۍ نېټه، د کرج په مرکزي زندان کې عملي شوی او کورنۍ یې له مخکې د اعدام له وخت څخه نه وه خبره شوې.
د دې سازمان د سرچینو په وینا، محمدي تورات واده کړی و او څلور اولادونه یې لرل. نوموړی شاوخوا دوه کاله په زندان کې ساتل شوی و. د سرچینو په وینا، هغه له نیول کېدو مخکې د سپاه پاسداران له یوې اړوندې ادارې سره کار کاوه او له نیول کېدو وروسته شاوخوا اووه میاشتې د سپاه د استخباراتو په یوه امنیتي توقیفځای کې تر پوښتنو لاندې و.
د ههنگاو په راپور کې راغلي چې محمدي تورات د اعدام له عملي کېدو شپږ ورځې مخکې د کرج مرکزي زندان ته لېږدول شوی و. د سازمان په وینا، د هغه کورنۍ او وکیل د اعدام له وخت څخه مخکې خبر نه وو او نوموړي د خپلې مېرمنې او اولادونو له وروستۍ لیدنې هم بېبرخې پاتې شوی و.
د دې افغان وګړي د اعدام او د قضیې اړوند جزیات تر اوسه په خپلواک ډول نه دي تایید شوي.
ههنگاو همداراز ادعا کړې چې په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰، په ۲۰۲۵ کال کې ۸۴ او د روان کال تر اوسه ۲۳ افغان وګړي په ایران کې اعدام شوي دي.
د دغو شمېرو خپلواک تایید هم نه دی شوی، خو د ههنگاو راپور د ایران د اعدامونو په بهیر کې د افغان وګړو د وضعیت په اړه بیا ځلې اندېښنې مطرح کوي.
















