د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې محمد ابو علوان، چې دغه هېواد یې د حماس د مالي ادارې مشر بولي، د چهارشنبې په ورځ د غزې تړانګې په سوېل کې د خان یونس په سیمه کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.
د اسرائیلو پوځ او د دغه هېواد د کورني امنیت ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې برید په خان یونس کې ترسره شوی دی. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع وزیر اسرائیل کاتس هم د ابو علوان وژل کېدل تایید کړي دي.
د اسرائیلو د پوځ د ادعا له مخې، ابو علوان شاوخوا لس کاله مخکې د حماس په مالي جوړښت کې فعالیت پیل کړی و او د دغه ډلې د بېلابېلو څانګو د بودجې د تنظیم مسوولیت یې درلود.
اسرائیلي پوځ همداراز ادعا کړې چې د جګړې پر مهال له یو میلیارد زیات شکل، چې شاوخوا ۳۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو سره برابرېږي، د ابو علوان تر مدیریت او لارښوونې لاندې لېږدول شوي دي. د اسرائیلو په وینا، نوموړي د حماس لپاره د مالي سرچینو په برابرولو کې مهم رول درلود.
اسرائیلو هغه د حماس د مالي وړتیاوو د بیا رغولو په هڅه هم تورن کړی دی. دا ادعاوې د اسرائیلو د هغه پوځي دریځ په چوکاټ کې مطرح کېږي چې د حماس د مالي سرچینو او اداري جوړښتونو په نښه کول د خپلو پوځي عملیاتو یوه برخه بولي.
خو ابو علوان د حماس د مالي ادارې د مشر په توګه پېژندل او د هغه د مالي رول په اړه د اسرائیلو ادعاوې تر ډېره د اسرائیلي پوځي او حکومتي چارواکو پر معلوماتو ولاړې دي او په خپلواک ډول نه دي تایید شوې.
رویټرز راپور ورکړی چې د خان یونس په لوېدیځ کې پر یوه موټر د اسرائیلي برید له امله دوه فلسطینیان، چې محمد ابو علوان هم پکې شامل و، وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. سیمهییزو روغتیايي چارواکو ویلي چې په همدې ورځ په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د حماس پر مالي جوړښتونو بریدونه په تېرو کلونو کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له مهمو برخو څخه وو. اسرائیلي چارواکو څو ځله ویلي چې د مالي سرچینو او د پیسو د لېږد د شبکو پرې کول کولی شي د حماس د پوځي او اداري جوړښتونو د دوام وړتیا کمه کړي.
خان یونس هم په وروستیو میاشتو کې څو ځله د هوايي بریدونو او پوځي عملیاتو شاهد پاتې شوی دی. دغه سیمه د جګړې پر مهال پراخ زیانمنه شوې او څو ځله د ملکي وګړو د بېځایه کېدو او پوځي نښتو په مرکز بدله شوې ده.
د هغه کس وژل کېدل چې اسرائیل یې د حماس د مالي چارو اصلي مسوول بولي، له پوځي او سازماني پلوه د دې ډلې د مالي شبکې د ګډوډولو هڅه بلل کېدای شي؛ خو د حماس پر مالي شبکې د داسې بریدونو واقعي اغېز، پرته له خپلواکو معلوماتو، په کره ډول نه شي اندازه کېدای.
په همدې حال کې، په غزه کې د بریدونو دوام ښيي چې د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ د حماس پوځي او مالي جوړښتونه لا هم د اسرائیلو د عملیاتو له مهمو هدفونو څخه دي او خان یونس د دې شخړې له مهمو سیمو څخه پاتې دی.
















