د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، یونیسف، یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو پر زدهکړو لګېدلي ټول محدودیتونه لغوه کړي؛ دا غوښتنه په داسې وخت کې مطرح شوې چې د نجونو د منځنیو زدهکړو د بندېدو پنځه کاله بشپړېږي.
یونیسف د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۱۷مه، وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له منځنیو زدهکړو څخه بېبرخې شوې دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې پکې د نجونو او ښځو پر منځنیو او لوړو زدهکړو رسمي بندیز لګېدلی دی. یونیسف د دې وضعیت د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د میلیونونو نجونو اساسي حق ترې اخلي او راتلونکی یې له جدي خطرونو سره مخ کوي.
یونیسف د افغان نجونو او ښځو لپاره په ټول هېواد کې ښوونیزو مرکزونو ته د بېقید او شرط بېرته ستنېدو لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې د زدهکړو د محدودیتونو پای ته رسول باید نامعلوم راتلونکي ته ونه ځنډول شي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زدهکړو بندول په ۱۴۰۰ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې له مهمو محدودیتونو څخه بلل کېږي. له لوړو زدهکړو څخه محرومیت هم د همدې تګلارې په دوام کې ښځې او نجونې له پوهنتونونو او د زدهکړې له ګڼو فرصتونو لرې کړې دي.
د یونیسف له غوښتنې سره هممهاله، د بښنې نړیوال سازمان هم د نجونو د زدهکړو د بندیز د پنځمې کلیزې په مناسبت د نړیوالې ټولنې د همغږۍ او اقدام لپاره عامه کمپاین پیل کړی دی. دغه سازمان اوسنی وضعیت د «پنځو کلونو د خوبونو او هیلو د له منځه تلو» او د بېعدالتۍ د یوې دورې په توګه بیان کړی دی.
طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل محدودیتونه د خپلې شرعي تفسیر او د افغانستان د کلتور په چوکاټ کې توجیه کوي، خو ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د زدهکړو د دې وضعیت دوام یوازې د یوه نسل د ښوونځي او پوهنتون له محرومیت سره نه محدودېږي. هر کال چې ډېرې نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو لرې پاتې کېږي، په هماغه اندازه له زدهکړې څخه د کار بازار، مسلکي خدمتونو او ټولنیزې ونډې پر لور د تګ له فرصتونو هم بېبرخې کېږي.
له همدې امله، په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو موضوع یوازې د بشري حقونو مسئله نه ده؛ بلکې د هېواد له اقتصادي او ټولنیز راتلونکي سره هم مستقیم تړاو لري. د پنځو کلونو له تېرېدو وروسته، د نړیوالو بنسټونو پرلهپسې غوښتنې او د طالبانو د ښوونیزې تګلارې ترمنځ واټن لا هم پر ځای دی، او د دې واټن تر ټولو ستره اغېزه پر میلیونونو افغان نجونو پرېوځي.
















